Skip to Content

Tuesday, November 21st, 2017

بیات فاونډیشن د افغانستان د میاندو د صحت او تعلیمی پروګرامونو د کامیابی پراختیا مرسته کوی

Be First!

د احسان الله بیات خیراتی فاونډیشن په زرګونو افغانان د دی جوګه کوی چه هغوی دی ښه صحت او تعلیمی موقو ته رسای ومومی

کابل : افغانستان، ۱۴ ستمبر ۲۰۱۵/ پی آر نیوزوایر/. بیات فاونډیشن (www.bayatfoundation.orgکوم چی د بیات ګروپ مشر رئیس احسان الله بیات قائم کړی دی د افغانستان اولنی خیراتی اداره ده کوم چه د صحت، تعلیم او اقتصادی ودی په شعبو کی افغان اولس ته مرسته وړاندی کوی، دا اعلان کړی دی چه دا فاونډیشن به د خپل صحت د سهولتونو کی فراخ والی راولی او دا په لاندنی طبی او تعلیمی تنظیمونو پروګرامونه پرانځی.

  • ملالئي مټرنټی شفاخانه ( کابل)
  • د رحمان مینه اسکول ( کابل)
  • د آزادی اسکول ( کابل)
  • د عوامی صحت وزارت، انټرمیډیټ میډیکل انسټی ټیوټ، ډنټل ډپارټمنټ ( کابل)

د بیات لخوا مرسته هره یوه اداره د دی جوګه کوی چه هغه د خپل ظاهری ډھانچه او خدماتو کی غوره والی راولی.

ملالئي مټرنټی شفاخانه

د افغانستان د ټولو لوی زچه شفاخانه د لپاره بیات فاونډیشن د دی په نوی مټرنټی وارډ جوړلو، د نورو شپږو کمرو د نوی کولو او د نوی طبی آلاتو بشمول آپریټنګ میزونه، ای سی جی مشینان او نور ضروری تشخیصی او د ژوند لپاره ضروری سامان په اخستلو کی مرسته کړی ده.

د رحمان مینه اسکول

د بیات فاونډیشن په مرسته سره دی اسکول خپل کلاسونه نوی کړی او انړنیټ ته رسای موندلی ده. فاونډیشن دی اسکول ته ۷ نوی ډسکټاپ کمپیوټران خیرات کولو سره سره نوی کرسی او میزونو د اخستلی دی.

د آزادی اسکول

بیات فاونډیشن د آزادی اسکول د مشرانو سره کار کوی او دوی ته ی د یو نوی اسټډی کلاس روم جوړولو او د نوی کلاس روم سامان اخستلو لپاره فنډ ورکړی دی.

انټرمیډیټ میډیکل انسټی ټیوټ، ډنټل ډپارټمنټ

بیات فاوډیشن انټرمیډیټ میډیکل انسټی ټیوټ، ډنټل ډپارټمنټ د دی جوګه کړی چه د خپل د سبق خپل پروګرام له وده ورکړی. دی لپاره ی دی ادارے ته نوی آلات اخستی چه پکی ډنټل چیر، آکسیجن مشین ، مایکروسکوف او سل کرسی شاملی دی.

“مونږ په دی خبره فخر محسوس کوو چه د دی ادارو سره زمونږ په مرسته به په زرګونو افغانان د دی جوګه جوړ شی چه هغوی د صحت او تعلیم په میدان کی موقو ته رسای وموندی کوم چه د دوی د ښه ژوند لپاره ډیره ضروری ده” دا خبره د بیات فانډیشن مشر احسان الله بیات اوکړی او زیاته ی کړه چه زمونږ قام ته مخامخ چیلنجونه خو ډیر لوی دی ولی د دی نه لوی زمونږ په یو ځای د افغانستان د ودانی لپاره د کار کولو اهلیت او قابلیت دی. چرته چه امن وی هلته د هر یو لپاره موقع هم وی.

څه د بیات فاونډیشن په باره کی

د کال ۲۰۰۵ راهسی امریکاي بیات فاونډیشن ، اے ۵۰۱ سی (۳) یه خیراتی اداره ، کوم چه د خلکو ژوند کی ښه والی راوستلی دی. د احسان الله بیات او فاطمه بیات په مشری کی جوړ شوی دی فاونډیشن د ۳۰۰ نه زیات منصوبو په ترسره کولو که برخه اخسته کوم چه د اولس او په خاص توګه د نوجوانانو، زنانو، غریبانو او بډاګانو د ژوند کی د ښه بدلون لپاره شرو کړی شوی وو. په دی کی ۱۳ مټرنټی شفاخانے هم شوملی دی کوم کی ۱۰۰۰۰۰۰ میاندو او کشنیانو علاج شوی دی. په دی منصوبو کی په ضرورت مندو سیمو کی د صحت او تعلیم د نوی مرکزو تعمیر او د صحت، تعلیم ، اقصادی ودی پروګرامونه او ثقافتی پروګرامونه هم شامل وو. د دی خیراتی ګامونو سره سره احسان الله بیات افغان بیسیم( اے ډبلیو سی سی) په کال ۲۰۰۲ کی جوړ کړی کوم چه د افغانستان د ټولو نه اولنی جی ایس ایم وایرلیس او انټرنیټ سروس وړاندی کونکی اداره ده. بیا وروستو ی اریانه ریډیو او ټیلی وژن نیټ کوم کی چه اریانه ریډیو ( ایف ایم ۹۳.۶) شامل دی. د نورو مالوماتو لپاره په دی ایډریس ای میل اوکړی. info@bayatfoundation.org.

رابطه وکړی:
د لپاره د افغان بیسیم
البرټو لوپیز
1.917.330.4510+
a.lopez@tsiglobe.com

Previous
Next

Leave a Reply