Skip to Content

‫د٢٠١٩م چائنا ميرين اکانومى ايکسپو پاې ته ورسيده

Closed

د٢٠٢٠م ايډيشن به يوځل بيا په شينزين کښې ترسره کيږى

شينزين، چين،٢٩م اکتوبر،٢٠١٩/پى ار نيوز وائر/–٢٠١٩ چين ميرين اکانومى ايکسپو په کاميابۍ سره شينزين کښې  په ١٤-١٧ اکتوبر ٢٠١٩ ترسره شوه، دچين دقدرتى وسيلو وزارت اؤ دګوانګ ډونګ صوبې  د اولسى حکومت په ګډ کوربتوب اؤ دشينزين ميونسپل پيپلز حکومت په تابيا ترسره شوې دا ايکسپو ديو داسې قامي ميرين اکانومي ايونټ تيارولو لپاره ډيزائن کړے شوے ؤ چې ورسره دټيکنالوجۍ تبادلې، پروډکټ ډسپلے، ټريډ مذاکرات، دلوړې کچې فورم او سرمايه کاري ترلاسه کړے شي.

د” بليو اکانومي موقعو کښې ګډون، دګډ مستقبل تعمير” په تهيم مشتمل، ددې ايکسپو ايريا دعوامي جمهوريه چين دباني د٧٠مې کليزې په موقعه  دسمندري  معيشت دکاميابيو پشمول دګوانګ ډونګ، هانګ کانګ، مکاؤ ګريټر بے ايريا لپاره دمختص کړے شوى نمائش ترڅنګ دسمندري وسيلو پرمختګ اؤ دسمندري انجنئيرنګ سامان، دچين  دبحري  الوتکې اؤ بندرګاهونو، راپورته کيدونکو سمندري صنعتونو اؤ بين المللي اهمو نکتو، دچين او نړۍ  دسمندري معيشتونو نمو او  دترټولو تازه کاميابو هم څرګندونه کوي.https://prnewswire2-a.akamaihd.net/p/1893751/sp/189375100/thumbnail/entry_id/1_ti4e3uup/def_height/400/def_width/400/version/100011/type/1

دډيرې لوړې کچې  منفرد الات، پشمول دبليو وهيل ١ ډرلنګ پليټ فارم، جيالونګ مينډ سب مرسيبل، ايچ وائي-٢ سيټلائټ اؤ تيانجنګ خودکاره کټر سکيشن ډريجر نمائش کښې شامل وؤ، په دې ايکسپو کښې نړيوالې شهرت يافته  کمپنۍ، چې پکښې سي اين او او سي، پيټرو چائنا، سينو پيک، سي ائي ايم سي، چائنا مرچنټس هيوي انډسټري، هواوے، کوانګ- چي، شيل او سيمنز شامل دي، شريکې وې.

ټيکنالوجۍ کښې  جدت ته دپام ګرځولو ترڅنګ، ايکسپو سمندري صنعت کښې د ٣٠ؤ څخه زيات اپ اسټريم اؤ ډاؤن اسټريم سيکټرز احاطه وکړه اؤ ٢٨ؤ هيوادونو اؤ دسيمو٩٧٠٠٠ پيشه ور کسان ئې هم مائيله کړي، لږ ترلږه ٤٣٢ نوې ټيکنالوجۍ او مصنوعات په وړومبي ځل مخې ته راوړل شوي اؤ د ٣٥٧ پروګرامونو کوربتوب شويدے، چې پکښې ١٩ پراجيکټ پريزنټيشنز وؤ،د١١٠ؤ نه زياتو کمپنو سرمايه کارۍ او دمالي مرستې روډ شوز کښې برخه واخسته، د پوهنتونونو ليږل شو ډلو اؤ ٢٤ؤ دلوړې کچې دمنصوبودتهينک ټينکس انچارج دمارکيټ برخه وال، سرمايه کاران او مالياتي شراکتداران دمارکيټ دصورتحال په اړه روانې بحث اؤ مباحثې کښې مشغول ساتلي.

دولس دلوړې کچې  دميرين اکانومي فورم ترسره شول، کوم چې درې ميکرو فورم، يو انټرپرينيور فورم او اتو پروفيشنل فورمونو کښې ويشل شوي.

  • ګلوبل اکانومي پارټنر فورم
  • دميرين مرستې او پرمختګ په اړه ګانګډونګ- هانګ کانګ- مکاؤ فورم،
  • بين المللي ميرين اکانومي کواپريشن اينډ ډويلپمنټ فورم
  • د بليو اکانومي انټرپرينيورز بين المللي فورم
  • ميرين رينيوايبل انرجي فورم
  • د٢٠١٩م چائنا سي واټر ريسورس يوټلا ئيزيشن فورم
  • دسمندري الاتو داعلي معياري پرمختګ فورم،
  • دډيپ سي ټيکنالوجي انوويشن اينډ ډويلپمنټ فورم
  • ميرين بائيوميډيکل انډسټري فورم،
  • دسمارټ اوشين ټيکنالوجي انوويشن اينډ ډويلپمنټ فورم،
  • دميرين ائل فيلډ ايکسپلائټيشن اينډ انډر واټر اپريشن انجنئيرنګ ټيکنالوجي فورم، او
  • د شپ بلډنګ ټيکنالوجي فورم

دستورو کښې د٢٠ؤ هيوادونو او سيمو ١٩٠ ميلمنو دخپل بصيرت افروزه خيالاتو څرګندونه وکړه په دې کښې، اووه ريسرچ فيلوز،  دمعروف ميرين کمپنو١٤٣ ايګزيکټوز او دبين المللي تنظيمونو او غيرملکي حکومتونو ٢٨ؤ سينئر عهديدارانو سمندري معاشي پرمختګ، تحقيق، نظم ونسق اود امنيت لړ کښې  دخپلو تجربو اؤ بصيرت په ګڼ  نقطه نظر سره اشتراک خيال کړو، کومو چې  دنړيوال سمندري معيشت په پرمختګ کښې  حکمت او ساه اچولې، په دې دستوره کښې دانډسټرۍ له داخل نه ٤٥٠٠ؤ  نه زياتو کسانو ګډون وکړو.

دايکسپو په مهال، د اوسنو او تاريخي کاميابو په تفصيل مشتمل ګڼ دستاويزات پشمول دچائنا ميرين اکنامک ډويلپمنټ رپورټ ٢٠١٩م، چائنا ميرين اکنامک ډويلپمنټ انډيکس،د ګوانګ ډوننګ ميرين د٧٠ کلن تصويري البم او ګوانګ ډونګ سمندري اقتصادي نقشه جاري کړے شويدي،  بين المللي بليو اکانومي يونين جوړ کړے شو اؤ دبليو اکانومي او اوشن اسپيس پلاننګ په اړه دمرستې په مفاهمتي يادداشت لاسليک وکړے شو، ددې ترڅنګ چين دبحرالکاهل ددولسو هيوادونو سره ”  بليو پارټنرشپ”  جوړ کړو.

راتلونکې چائنا ميرين اکانومي ايکسپو به په اکتوبر ٢٠٢٠م کښې شينزين کښې ترسره کيږي.

Photo – https://mma.prnewswire.com/media/1018085/2019_China_Marine_Economy_EXPO.jpg

Previous
Next